ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: مسولین مکلف دي چې د خلکو خدمت وکړي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر علماوو، متنفذینو او سیمه ییزو مسولینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې علماوو، مشرانو او سیمه ییزو مسولینو په بېلابېلو ولایتونو کې د ټولنیز، اقتصادي او سیمه ییزې حکومتولۍ په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

یادو علماوو په هېواد کې د سراسري امنیت پر تامین خوښي ښودلي او ویلي یې دي، چې سیمه ییز مسولین ولس ته د خدمت کولو او ستونزو د حل په برخه کې یې هیڅ راز هڅې نه سپموي.

دغه راز د اسلامي امارت له رهبري څخه یې غوښتې، چې د بېلابېلو ولایتونو په لرې پرتو سېمو کې د انکشافي پروژو پلي کولو، ښوونې او روزنې، اوبو بندونو جوړولو او خلکو ته د کاري موندنې برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د ریاست الوزرا اداري ویلي، چې اسلامي امارت د زرګونو مجاهدینو د مېړانې او د افغانستان د مجاهدپروره ملت د زحمتونو او سرښندنو په پایله کې بیا ځلي واک ته رسیدلی دی.

نوموړي زیاته کړې، سیمه ییز مسولین مکلف دي، چې د خلکو خدمت او د ستونزو حل په   برخه کې هیڅ ډول ناغېړي ونکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي همداراز د علماوو وړاندیزونو ته په اشارې ویلي، چې اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په کتو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د انکشافي پروژو پلې کولو، اوبو بندونو جوړولو، ښوونې او روزنې او کاري فرصتونو د ایجاد په برخو کې خپلې هڅې زیاتې کړي.