ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ایران د ولسمشر مرستیال له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا غوښتنه کړې

د ایران د ولسمشر مرستيال محمدرضا عارف د دې هېواد خراسان رضوي ولایت ته د سفر په ترڅ کې له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي توګه له افغانستان سره د مرزي ولایتونو د اړیکو د پراختیا غوښتنه کړې ده.

ښاغلي عارف ویلي، چې ګاونډي هېوادونو لکه افغانستان د ایران مرزي ولایتونو لپاره، په ځانګړې توګه خراسان رضوي ته لوی فرصتونه برابروي.

نوموړي زیاته کړې، چې د پزشکیان دولت د دې ولایت د اقتصادي او ملي پراختیا لوړولو او د ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره هڅه کوي.

د ایران د ولسمشر مرستيال دغه راز له منځنۍ اسیا او افغانستان سره د خراسان رضوي ولایت ګاونډیتوب د دې ولایت لپاره یو ارزښتناک فرصت بللی دی.

له دې وړاندې د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف افغانستان د مرکزي اسیا نه بېلېدونکې برخه بللې او له اسلامي امارت سره یې د رغنده خبرو اترو غوښتنه کړې وه.

نوموړي په تاشکند کې د پارلمانونو د اتحادیې په ۱۵۰ مه غونډه کې ویلي وو، چې د اسلامي امارت له چارواکو سره تعامل او خبرې اترې اړینې دي.

د اوزبیکستان ولسمشر ویلي: “افغانستان د مرکزي اسیا نه بېلېدونکې برخه ده، د اسلامي امارت له مسولینو سره رغنده خبرې اترې او جوړ جاړی اړین دی او اوزبیکستان به خپل ګاونډی هېواد افغانستان هېر نه کړي.”