د سې شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۰/۱۰ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۴/۱/۱۹ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۷۲۵ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو درې زره او ۵۰۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۴۱۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې دوه زره او ۱۴۰ تنه و، کنړ، لغمان، کابل او ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۸۸۶ زره او ۳۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۸۸ کورنیو سره ټولې څلور میلیونه او ۷۷۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې ۶۲۵ کورنۍ په مؤقت ډول مېشتې کړل شوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته یو زر او۵۹۹ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۴۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۴۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۲۸کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۹ تنه و، زابل، هلمند، کندهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۶۱ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۴ کورنیو سره ټولې۳۵۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې ۷۵۷ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۹۸ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۱۷۱ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۶۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۶۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۲۸۰ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۲ کورنیو سره ټولې ۵۵۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:
۶۲ کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۶۲ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۱۷۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۴۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۵۰ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۱۷۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
کابل
مرکز
د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه ۱۳۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۵۲ تنه و، غزني، خوست، پکتیا، پکتیکا، بغلان، تخار، بلخ، جوزجان، فاریاب او کندوز ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۱۱ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: یو زر او اووه کورنۍ او څلور زره او ۶۵۲ وګړي.
لېږدول شوي کډوال: ۵۷۱ کورنۍ او دوه زره او ۹۴۱ وګړي.
مرسته شوي کډوال: ۸۵۴ کورنۍ.
موقت ميشت شوي کډوال: ۶۸۷ کورنۍ.
وېشل شوي سیمکارتونه: یو زر او ۹۳۲ عدده.