ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغاني او د قطر د سرې میاشتې مسولینو لیدنه؛ راستنېدونکو کډوالو ته د بېړنيو مرستو پر چمتووالي خبرې شوي


د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس شيخ شهاب الدین دلاور او د نوموړي مرستیال حافظ عزیز الرحمن د افغانستان لپاره د قطر د سرې میاشتې له مسول حسین احمد بوتاني سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې له ګاونډيو هېوادونو د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې او هغوی سره د مرستو په ترسره کولو خبرې شوې دي.

شيخ شهاب الدین دلاور د قطر د سرې میاشتې د مسول په راتګ خوښي ښودلې او له افغاني سرې میاشتې سره د اړمنو او بې سرپرسته وګړو د لاسنیوي برخه کې یې د دوی د هر اړخیزو مرستو او ملاتړ مننه کړې.

دا راز ښاغلي دلاور په افغانستان کې د قطر د سرې میاشتې له مسول څخه غوښتنه کړې، څو له ګاونډيو هېوادونو راستنېدونکو کډوالو ته خپلو سیمو ته د لېږد په موخه د ترانسپورتي اسانتیاوو رامنځته کولو، روغتیایي خدماتو او خوراکي او غیر خوراکي توکو د چمتو کولو برخه کې له افغاني سرې میاشتې سره مرسته وکړي.

حسین احمد بوتاني په خپلو څرګندونو کې د راستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې او ویلي یې دي؛ یوه خير خواه قطري میرمن هوډ لري، تر څو نږدې راتلونکي کې کابل ته راشي او د افغاني سرې میاشتې له لارې د یوه روغتیایي مرکز او نجونو لپاره د ښونځيو او مدرسو جوړولو په اړه د سرې میاشتې له رهبرۍ سره وګوري او له دې لارې د افغانانو لاسنیوی وکړي.