ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اداري کمېسيون غونډه وشوه

د اداري کمېسيون غونډه د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسیون د غړو په ګډون ترسره شوه.

په غونډه کې؛ د کار او ټولنيزو چارو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، او سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارتونو، د چاپيريال ساتنې ملي ادارې، د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست او همداراز د بامیان او بدخشان ولایت مقامونو پر اړوندو موضوعاتو او په اجنډا کې پر شاملو نورو موضوعاتو بحث شوی او د ارزولو وروسته یې په اړه تصميمونه نیول شوي دي.

د فوايد عامې، لوړو زده‌کړو او کانونو او پټروليم وزارتونو، د چارو ادارې عمومي ریاست، د ملي پراختيا شرکت او د افغانستان طبي شورا د موضوعاتو او غوښتنو د لا زياتې ارزونې او راتلونکې غونډې ته د وړاندې کولو په موخه جلا کمېټو ته دنده سپارل شوې ده.