ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ترکیه کې د افغانستان د همغږۍ ډلې غونډه پیل شوې

کابل کې د ترکیې سفارت د افغانستان د همغږۍ ډلې «ACG» له لوري د مرسته کوونکو هېوادونو په ګډون د ترکیې په استانبول ښار کې د دوه ورځنۍ ناستې د پیل خبر ورکړی.

 د دې سفارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې پر فعالیتونو او لومړیتوبونو خبرې کیږي.

 تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ «یوناما» هم د افغانستان د همغږۍ ډلې د دې ناستې خبر ورکړی و او زیاته کړې یې وه، چې په دې ناسته کې به د یوناما په ګډون د مالي ملاتړ کوونکو هېوادونو او د ملي او نړیوالو بنسټونو استازې ګډون وکړي.

 ورته مهال د دې ناستې له پیل سره یوناما له مالي ملاتړ کوونکو غوښتي، چې د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي.