د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې تېره ورځ د نوولس کلنو نړیوال جام لپاره د لارموندنې پړاو سیالیو ته د لوبغاړو ۱۷ کسیز نوملړ اعلان کړ، چې پکې ۱۴ لوبغاړي په عمومي او درې نور لوبغاړي په احتیاطي نوملړ کې ځای پر ځای شوي دي.
دغه لوبې به په نیپال هېواد کې د روانې اپریل میاشتې په ۱۳مه نېټه پیل شي، چې په همدې نېټې به افغان لوبډله د عمان لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
ورپسې به په ترتیب سره د همدې میاشتې په ۱۴، ۱۶ او ۱۹مې نېټو د هانګ کانګ، متحده عربي اماراتو او نیپال نوولس کلنو لوبغاړو پر وړاندې لوبې وکړي.