ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي مطیع الحق خالص د چاپیریالي وضعیت ارزونې په موخه بامیان ولایت ته سفر کړی

بامیان ولایت کې علمای کرامو، چاپېریالي فعالینو، د بېلابېلو سکتوري ادارو مسولینو او علمي شخصیتونو د یوې غونډې په ترڅ کې خپل نظرونه، وړاندیزونه او غوښتني د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مشرتابه ته وړاندې کړې.

دا غونډه چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص په مشرۍ ترسره شوه، په کې د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي هم برخه اخیستې وه.

د بامیان والي په خپلو خبرو کې چاپېریال ساتنه یوه شرعي، ملي او انساني وجیبه بللې او ویلي یې دي: “که موږ غواړو پاک، روغ او سالم ژوند ولرو، نو باید چاپېریال ته پاملرنه وکړو، نیالګي کښېنو، او له طبیعي منابعو څخه سالمه استفاده وکړو.”

نوموړي همداراز د علمای کرامو، استادانو، او ټولنیزو فعالینو رول د عامه پوهاوي په برخه کې مهم وباله او د هر اړخیز ملاتړ ډاډ یې ورکړی.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس غونډي ته په خبرو کې ویلي، د ټولنې د مختلفو قشرونو نظرونه د چاپېریال ساتنې د پالیسیو او پروګرامونو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې اداره به یې د یادو نظرونو پر بنسټ خپل پروګرامونه نورې هم اغېزمن او عملي کړي.

ښاغلي خالص زیاته کړې؛ بامیان د افغانستان له تاریخي او لرغونو ولایتونو څخه شمېرل کېږي، چې دا زموږ د ګرانه هېواد لپاره ستر ویاړ او افتخار دی.

نوموړي څرګنده کړې؛ بامیان د چاپېریالي او ایکولوژیکي پلوه ځانګړی ارزښت او ځانګړتیاوې لري، چې همدغه ځانګړتیاوې د دې لامل شوې څو دا ولایت د ساتنې وړ وګڼل شي.

 له دغو سیمو څخه د افغانستان لومړی ملي پارک (بند امیر)، د بامیان فلاتو ساتل شوې سیمه او د شاه فولادي طبیعي منظرې یادولی شو.

مولوي مطیع الحق خالص ویلي؛ په بامیان کې پر نورو څو سیمو هم تخنیکي او ایکولوژیکي مطالعات دوام لري، ترڅو په راتلونکي کې د ساتنې تر چتر لاندې راشي.

همدا ځانګړتیاوې بامیان د افغانستان د ایکوتوریزم او ګرځندوی مهمه نقطه ګرځولې ده.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس زیاته کړې، اداره یې مکلفه ده چې چاپېریالي اصول په سمه توګه پلی کړي او ژمنتیا دا ده چې د بامیان ولایت طبیعي سرچینې په درست ډول وساتل شي.

په غونډه کې ګډونوالو د چاپېریال د اوسني وضعیت، د اقلیمي بدلونونو منفي اغېزو، د طبیعي منابعو د مدیریت، او اړتیاوو په اړه خپل نظرونه، وړاندیزونه او اندېښنې شریکې کړې دي.