ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو لپاره د قاسم اباد په نوم ښارګوټي پرانیسته وکړه

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په داسې حال کې چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون یو شمېر اعضاوو د یاد کمېسیون د کمېټو مسولینو، د ننګرهار والي او محلي مسولینو یې ملتیا کوله پرون په تورخم کې عمري کمپ څخه لیدنه وکړه.

د دې لیدنې پر مهال مولوي عبدالسلام حنفي د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د کمېټو رییسانو سره غونډه وکړه.

نوموړي په دې غونډه کې د کمېټو د کار بهیر وارزاوه او د رااېستل شویو کډوالو له وضعیت یې د نږدی لیدنه وکړه.

همدارنګه یې د کډوالو وضعیت له مسولینو سره شریک کړ.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی، رییس الوزرا او د هغه د مرستیالانو او وزیرانو په ګډون د اسلامي امارت ټول مسولین کوښښ کوو، چې د امکاناتو یرابرولو، د استوګنې سیمو ته د کډوالو ابرومندانه لېږد اسانتیاوې رامنځته او هغوی ته غوره خدمات برابر کړو.

 د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون رییس د ګاونډیو هېوادونو له لوري د کډوالو د اجباري رااېستلو په اړه ویلي؛ زموږ ګاونډیان باید د کډوالو د غیر اصولي ایستلو او د هغوی له ازار او ځورولو ډډه وکړي.

 نوموړي همدارنګه له نړیوالو سازمانونو څخه غوښتي، چې د کډوالو د حقونو د تامین په برخه کې خپل مسولیت ادا کړي او په داخل او بهر کې له افغانانو او د هېواد ملي سوداګرو یې غوښتنه کړې، چې په دې حساسه شیبه کې د کډوالو وروڼو پر وړاندې خپل مسولیت ادا کړي او تر خپله وسه له هغوی سره مرستو ته ادامه ورکړي.

 مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړې، د افغانستان او پاکستان ملتونه د تاریخي، فرهنګي، اجتماعي او دیني اړیکو لرونکي دي او د کډوالو ازار، ځورول او اجباري اېستل به دوه اړخیزه اړیکې زیانمنې کړي او د پاکستان علماوو، سیاسیونو او ملت څخه یې غوښتي، چې په دې برخه کې خپل مسئولیت ادا کړي چې له کډوالو سره ظلم ونشي.

 د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون رییس او مل پلاوي چې د کډوالو د وضعیت د ارزونې په موخه دا سفر وکړ، د د راستنېدونکو کډوالو ستونزې یې ارزولي او اړوندو کمېټو ته یې دنده سپارلې، چې ژر تر ژره د کډوالو هیوادوالو ستونزو او اړتیاوو ته رسېدنه وشي.

د یادونې ده، چې په دې لیدنه کې یې د کډوالو لپاره د قاسم اباد په نوم د درې زره جریبه په حدودو کې یو ښارګوټی چې له څلور زره زیاتو کډوالو کورنیو د ځایولو ظرفیت لري، پرانیست او مستحقینو ته به ووېشل شي.