ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر له افغان کډوالو سره د نړیوالې ټولنې د مرستو پر زیاتولاي ټینګار کړی

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د بریتانیا له شارژدافیر رابرټ ډيکسن سره په لیدنه کې د افغان کډوالو د وضعیت، بشري مرستو او د اسلامي امارت او نړیوالو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې.

دې لیدنه کې مولوي عبدالکبیر له افغان کډوالو سره د نړیوالې ټولنې د مرستو پر زیاتولاي ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې افغان کډوالو د اسلامي او انساني ارزښتونو او د نړیوالو بشري قوانینو خلاف زورول کېږي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې؛ د اسلامي امارت بهرنی سیاست پر اقتصاد متمرکز دی، څو د سوداګرۍ، پانګونې او ثبات له لارې سیمه‌ییز پرمختګ تضمین شي.

دغه راز دې لیدنه کې ډیکسن د ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان په تړاو یو پروپوزل جوړ شوی، چې راتلونکې کې به د اسلامي امارت له مسولینو سره شریک شي.

نوموړي زیاته کړې، هېواد یې د افغان کډوالو د لاسنیوي په موخه له افغانستان سره خلپې بشري مرستې ۷.۵ میلیونه پوڼده زیاتې کړې دي.