ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کډوالو چارو وزارت د څه باندې دوه میلیون ډالرو په ارزښت د همکاریو څلور هوکړې کړي

کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي؛ د دوه میلیونه، ۵۵۰ زره او ۲۷۰ امریکایې ډالرو په ارزښت د همکاریو څلور هوکړه‌لیکونه د کډوالو چارو وزارت له لوري د نارویې د کډوالو د ملاتړ ادارې، د کلیو د بیارغونې او پراختیا پروګرام، او د چاپېریال ساتنې تعلیم او پراختیا موسسې سره لاسلیک کړي دي.

یاد وزارت زیاتوي؛ د دې هوکړه لیکونو له مخې، یادې ادارې به دغه مرستې د خوړو توکو وېش، د کورونو کرايې نغدي ورکړه، د سرپناوو جزوي او بشپړه بیارغونه، حرفوي زده‌کړو او عامه پوهاوی په برخو کې مصرفوي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې دا مرستې به د بې‌ځایه شوو، راستنو شوو او کوربه ټولنو شپږ زره او ۶۶۰ کورنیو ته په ننگرهار، کابل، کندهار، کندوز، هرات، بادغیس، کونړ، بلخ او سرپل ولایتونو کې ورکړل شي.

یاد هوکړه‌لیکونه د کډوالو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد او د یادو موسسو د استازو ترمنځ لاسلیک شوي دي.