ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

راتلونکی کال به د افغانستان او اوزبیكستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه دوه ميليارده ډالرو ته لوړه شي

د كډوالو او بېرته راستنېدونكو چارو وزير مولوي عبدالكبير په كابل كې د اوزبیكستان له سفير ايبك عثمانوف سره لیدنه کړې.

دې لیدنه کې د اوزبیكستان سفير ویلي، چې اوس‌مهال د افغانستان او اوزبیكستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ١.١ ميليارده ډالرو ته رسېدلې او راتلونکی کال به دغه کچه دوه ميليارده ډلرو ته لوړه شي.

 همداراز په دې لیدنه کې مولوي عبدالکبیر د افغان – ټرانس او نورو اقتصادي پروژو په پلي كېدو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې افغانستان غواړي له هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګريزو اړیكو په پراختيا د سيمې له ثبات سره مرسته وکړي.

 دغه راز مولوي عبدالکبیر یو ځل بیا د پاکستان له لوري د كډوالو په اجباري ايستلو نيوكه کړې او ویلي یې دي، چې افغان كډوال په دغه هېواد کې له سختو ستونزو سره مخ دي.