ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اوبو او انرژي وزیر په لغمان ولایت کې د شاهي کانال پروژې د کار له پرمختګ څخه لیدنه وکړه

د اوبو او نرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور او ور سره مل د لغمان والي شیخ شیراحمد حقاني په الینګار ولسوالي کې د شاهي کانال پروژې د کار له پرمختګ څخه لیدنه وکړه.

اوسمهال په سیمه کې د یادې پروژې د لومړۍ برخې چارې ښې روانې دي او په ټوله کې کابو شپږ سلنه پرمخ تللې دي.

د اوبو او انرژي وزیر په دغه لیدنه کې د چارو د چټکتیا پر اړتیا، د پروژې د غوره کیفیت او پر وخت باندې د چارو پر بشپړېدو باندې ټینګار وکړ.

ښاغلي منصور د دغې پروژې د حیاتي ارزښت یادونه وکړه او د قراردادي شرکت له مسولینو څخه یې وغوښتل، چې د پروژې چارې چټکۍ کړي.

د یادونې وړ ده، چې شاهي کانال په دوو فازونو کې طراحي شوی او په ټوله کې ۷۰ کیلو متر اوږدوالی لري، او د چارو تر بشپرېدو وروسته کابو ۲۰ زره هکتاره ځمکه خړوبوي.

د دغې پروژې لومړی فاز ۳۰ کیلو متره اوږدوالی لري او په څلورو برخو کې ترسره کېږي، چې لومړی فاز یې ۶.۶ کیلو متره دی او تر بشپړېدو وروسته، پینځه زره هکتاره ځمکه به خړوبه کړي.

دغه پروژه د هېواد د اوبو مدیریت او د کرنې د پراختیا په برخه کې د اوبو او انرژي وزارت یو له مهمو پروژو څخه ګڼل کېږي.

له بلې خوا، ملا عبداللطیف منصور په یوه بېله ناسته کې د لغمان له والي شیخ شیراحمد حقاني او د دغه ولایت د اوبو او انرژي له ریيس سره په یاد ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په اړه خبرې کړې دي.