ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ستره محکمه: فراه کې پر یو تن قاتل باندې د قصاص الهی حکم تطبیق شو

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمد لله وكفى والصلوة والسلام على عباده الذين اصطفی، اما بعد:

قال الله تبارك وتعالى: وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاة يا أولي الألباب لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (البقرة: ۱۷۹)

ژباړه: ستاسو لپاره په قصاص کې ژوند دی، اې د عقل خاوندانو د دې لپاره چې تاسو تقوا حاصله کړئ.

و ايضاً قال الله تعالى: وَمَن قُتِلَ مَظْلُومًا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِيْهِ سُلْطَانًا فَلَا يُسْرِف فِي الْقَتْلِ – إِنَّهُ كَانَ مَنصُورًا (الاسراء: ۳۳)

ژباړه: او څوك چې مظلوم وژل شوى وي، د هغه وارث ته موږ د غچ غوښتنې (قصاص) حق ورکړی دى، نو پكار ده چې هغه په وژلو کې له حده تېرى ونه کړي، له هغه سره به مرسته وشي.

نن ورځ د فراه ولایت مرکز ورزشي سټدیوم کې په یو تن قاتل باندې د الله جل‌ جلاله حکم (قصاص) تطبيق شو.

دغه قاتل چې يو کس يې د چاقو په واسطه په قتل رسولی و، شهرت يې په لاندې ډول دی:

د قاتل نوم محمد صادق، د حاجي عبدالرحمن زوی، د حاجي میر احمد لمسی، د فراه ولایت د شیب کوه ولسوالی اوسېدونکی د مقتول بسم الله، د حاجي احمد زوی د جمعه خان لمسی، د فراه ولایت د شیب کوه ولسوالۍ اوسېدونکي د عمدي قتل په پېښه کې نيول شوی و.

یاده موضوع د اسلامي امارت د سترې محکمې اړوند درې ګونو محاکمو (ابتداییې، مرافعې او تمیز) لخوا په خورا دقیق او مکرر ډول وڅېړل شوه؛ چې په پايله کې پرې د قصاص حکم صادر او تایید شو، وروسته دغه حکم د اسلامي امارت د زعيم عاليقدر اميرالمؤمنين شيخ الحديث مولوي هبة الله اخوندزاده حفظه‌الله تعالی حضور ته د تائید لپاره وړاندې شو.

د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه‌الله تعالی لخوا هم د دغې موضوع په اړه د وروستي احتیاط په موخه فوق العاده څېړنه وشوه، د مقتول کورنۍ ته د بخښنې او سولې لپاره وړانديز شوی و، د هغوی له نه منلو او انکار وروسته په قاتل باندې د قصاص شرعي حكم د تطبيق امر ورکړل شو او د دغه حکم د تطبیق لپاره د هېواد سترې محكمې ته لارښوونه وشوه، چې دغه د قصاص حکم نن جمعه (د ۱۴۴۶هجري قمري کال د شوال المکرم میاشتې په ۱۳مه) نېټه د فراه ولایت د مرکز په ورزشي اسټډیوم کې د هېوادوالو په یوه مجموعه کې تطبیق کړي.

د قصاص د ترسره کېدو په موخه د هېواد د قاضي القضات شيخ عبدالحکيم حقاني په لارښوونه د سترې محکمې د جنوب لوېدیځ زون د تمیز عالي ریاست او قضائي معاونیت يوه پلاوي ، فراه ولایت ته سفر وکړ.

په دې غونډه کې د فراه ولایت د مرافعې محکمې ریيس شیخ الحدیث مولوي غلام رسول احساني، د  فراه ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رییس مولوي عبید الله عالمګیر ، د مرافعه محکمې او ښاري ابتدائیه محکمې قضائي او اداري منسوبینو، د نورو امارتي ادارو ګڼ شمېر مسؤولينو او په زيات شمېر عامو هېوادوالو ګډون کړی و.

د غونډې په پای کې په هېواد کې د سرتاسري امنیت د لا ټینګښت، د خلکو شرعي حقونو ته د لا رسېدو او د اسلامي شریعت د لا ښه تطبيق لپاره دعا وشوه؛ غونډه د قاتل په وژنه او په دې اړوند د الله تعالی د ستر حکم قصاص په تطبیق پای ته ورسېده.