افغان ابدالیان کرېکټ لوبډلې د یوې غوره هر اړخیزې لوبې پرمټ په یوازېنۍ څلور ورځنۍ لوبه کې سیالې ایرلنډ لوبډلې ته د یوې پاڼۍ او ۱۹۴ منډو پرمټ ماتې ورکړه او د یادې لوبې جام یې په خپل نوم کړ.
افغان لوبډلې د دغې لوبې پچه وګټله او لومړی یې په خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه.
افغان ابدالیانو د دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې بهترینه توپوهنه وکړه او د خپلو ۷ لوبغاړو په زیان سره ۶۱۲ منډې جوړې کړې.
د افغان لوبډلې په ګټه بهیر شاه محبوب بهترینه توپوهنه وکړه او ۱۸۷ منډې یې جوړې کړې.
د نوموړي ترڅنګ ریاض حسن ۹۴، عمران میر ۸۵، شمس الرحمن ۸۴ ناسوځېدلې، افسر ځاځي ۵۵ او لوبډلمشر دروېش رسولي ۵۳ منډې جوړې کړې.
افغان لوبډلې له نږدې ورځو توپوهنې وروسته خپله توپوهنه ودروله او سیاله ایرلنډ لوبډله یې توپوهنې ته راوبلله.
افغان ابدالیانو د خپلې توپ اچونې په لومړۍ پاڼۍ پیل کړه، چې پکې ډېر ښه وځلېدل.
ضیاءالرحمن اکبر، عرب ګل مومند او شمس الرحمن غوره توپ اچونه وکړه او سیاله لوبډله یې په ۳۰۹ منډو له ډګره بهر کړه چې پرمټ یې په لومړۍ پاڼۍ کې یې د ۳۰۳ منډو مخکېوالی ترلاسه کړ.
ضیاء اکبر او عرب ګل مومند هر یوه ۴ او شمسن الرحمن یوه ویکټ ترلاسه کړه.
دا چې افغان لوبډلې ۳۰۳ منډې مخکېوالی درلود نو د فالو ان (Follow On) قانون د پلي کولو پرېکړه یې وکړه، چې له مخې یې سیالې لوبډلې بیا ځلې توپوهنه وکړه او افغان لوبډلې د خپلې توپ اچونې دویمه پاڼۍ پیل کړه.
افغان ابدالیانو د خپلې توپ اچونې په دویمه پاڼۍ کې هم لا غوره توپ اچونه وکړه او ایرلنډۍ الف لوبډله یې دا ځل یوازې په ۱۰۹ منډو له ډګره بهر کړه.
په دې سره افغان لوبډلې په دغه لوبه کې د یوې پاڼۍ او ۱۹۴ منډو په توپیر ستره بریا خپله کړه.
د لوبې غوره لوبغاړی ځوان ورو توپ اچوونکی عرب ګل مومند ونومول شو، چې د دغې لوبې په دواړو پاڼیو کې یې بهترینه توپ اچونه وکړه او لس ویکټې یې ترلاسه کړې.
نوموړي د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې څلور او دویمه پاڼۍ کې ۶ ویکټې یې ترلاسه کړې، چې پرمټ یې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د یادونې وړ ده، چې په دې سره د دواړو لوبډلو ترمنځ یوازنۍ څلور ورځنۍ لوبه پای ته ورسېده، چې ورپسې به مهالوېش له مخې د راتلونکې یکشنبې په ورځ د یو ورځنیو سیالیو درې اړخیزه لوبلړۍ پیل شي چې په لومړۍ لوبه کې به یې ایرلنډ لوبډله د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.