د عامې روغتیا وزارت وايي؛ د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني او مل تخنیکي ټیم تورخم ته د سفر په ترڅ کې له روغتیایي مراکزو او خدماتو څخه څارنه کړې.
په دغه څارنه کې، د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رییس ډاکټر وحدت الکوزي، مل تخنیکي ټیم او د ننګرهار د عامې روغتیا رییس مولوي امین الله شریف شتون درلود.
یاد وزارت زیاتوي؛ د مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ یوه پلاوي له دې روغتیایي مرکزونو څخه د لیدنې او څارنې پر مهال د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو او د ستونزو حل په موخه لازمې سپارښتنې کړې، ترڅو د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو روغتیایي ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.
د دې وزارت د معلوماتو له مخې؛ اوس مهال په تورخم کې د بیرته راستنېدونکو کډوالو لپاره نهه روغتیايي مرکزونه او یو ۲۰ بستریز روغتون چې ټول اړین روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي، فعاله دي او شاوخوا ۱۵ امبولانسونه هم د مریضانو د لیږدولو لپاره په مهمو سیمو کې ځای پرځای شوي دي.