ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

لغمان کې ۲۴۴ پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

 د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي؛ د لغمان ولایت په علیشنګ او بادپښ ولسوالیو کې د ۲۷۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۴۴ پراختیايي پروژو چارې بشپړې او د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده او مل پلاوي له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ، مل پلاوي، یاد ولایت مرستیال مولوي اختر محمد، د قول اردو درستیزوال قاري انځرګل، د دې ولایت یو شمیر نورو مسولینو، د یادو ولسوالیو علمای کرامو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

 د ګټې اخیستنې په مراسمو کې ملا محمد یونس اخوندزاده ویلي؛ زمونږ هېواد او ولسونه زیات کار او خدمت ته اړتیا لري او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت هڅه کوي، ترڅو کلیوالو ته د لا ډیرو اسانتیاوو برابرولو په موخه پراختیایي پروژې پلې او ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو جغل اچول او هموارول، د کرنیزو کانالونو جوړول او پاکول، د پیاده رونو، محافظوي دیوالونو، پلونو او پلچکونو جوړول شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې د یادو پروژو د کار په جریان کې سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړیدو سره يې په اړوندو برخو کې د یادو ولسوالیو د اوسېدونکو ستونزې هوارې شوې.