ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي امارت یوه لوړ پوړي پلاوي اوزبیکستان ته سفر وکړ

د اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري د یوه لوړ پوړي امارتي پلاوي په مشرۍ اوزبیکستان ته سفر وکړ.

یاد پلاوی به د دې سفر په ترڅ کې د اوزبیکستان هېواد له چارواکو سره د سیمه‌ییزو همکاریو او د کرنې په برخه کې پر مهمو موضوعاتو خبرې وکړي.

د دغه سفر موخه د اقلیمي بدلونونو او د امو سیند د حوزې د اوبو پر سرچینو د هغو د اغېزو په اړه خبرې او د کرنې، اوبو لګولو، مالدارۍ، خوراکي خوندیتوب، د ظرفیت لوړولو او نورو اړوندو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پراخول دي.

د دې پلاوي په ترکیب  کې د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال، د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو پر ضد د مبارزې مرستیال، د دفاع وزارت د ودانیو رییس، د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ اقتصادي رییس، د کرنې وزارت اداري رییس، د کرنې وزارت د مقام تخنیکي سلاکار، د بهرنیو چارو وزارت استازی، د استخباراتو لوی ریاست استازی، د چارو ادارې استازی او د کرنې او د انرژۍ او اوبو وزارتونو متخصصین شامل دي.

ټاکل شوې، چې د افغانستان پلاوی د دې سفر په ترڅ کې د اوزبیکستان د کرنې او د انرژۍ او اوبو وزارتونو له چارواکو سره وګوري او د ګډو همکاریو، تخنیکي تجربو تبادلې او د راتلونکو ګډو پروژو په اړه خبرې وکړي.

دغه سفر د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او تخنیکي او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په موخه ترسره کېږي.