د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو لهخوا ترسره شوې څېړنې ښيي، چې د مارچ له ۱۸مې څخه تر اپرېل ۹مې پورې په غزه کې د اسرائیلي اشغالګرو په ۳۶ بریدونه کې، یوازې فلسطینۍ ښځې او ماشومان شهیدان شوي دي.
دا بریدونه د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په کلکو ټکو غندلي، وحشت یې بللی او ویلي یې دي، دا په غزه کې د اسرائیلي اشغالګرو لخوا د ملکي وګړو نسل وژنه ده.
د غزې د روغتیا وزارت وایي، د تېرې ورځې (جمعې) له سحر راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۰ کسان شهیدان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د مارچ له ۱۸مې د اوربند تر ماتېدو وروسته تر اوسه یو زر او ۵۴۲ تنه فلسطینیان شهیدان شوي دي.
دغهراز د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د اسرائیلي اشغالګرو په روانه جګړه کې لږ تر لږه ۵۰ زره او ۹۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۱۵ زره او ۹۸۱ نور ټپیان شوي دي.