ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تېر کال کونړ کې څه‌باندې ۷۳ زره هېوادوالو د نفوسو د احوال ثبت اړوند خدمتونه وړاندې شوي

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ د کونړ ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۳ کال کې په ټوليز ډول ۷۳ زره او ۱۵۳ کسانو ته د نفوسو د احوال ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.

یادې ادارې زیاته کړې؛ په دې خدمتونو کې ۲۹ زره او ۶۴۱ برښنیايي پېژندپاڼې، ۲۰ زره او ۴۳ کاغذي پېژندپاڼې، ۱۵ زره او ۱۰ زېږون کارتونه، یو زر او ۵۱۷ د مړینې پانې، ۸۳۲ د ودونو ثبت او شپږ زره او ۱۱۰ نورو کسانو ته په تابعیت پېژندپاڼو کې اصلاحي خدمتونه شامل دي.

د کونړ ولايت د احصايې او معلوماتو رییس مولوي عبدالغفار ذکي وايي؛ چې د دې ولایت د برېښنايي پېژندپاڼو په وېش څانګه کې د نویو برېښنايي پېژندپاڼو پر وېش سربېره له وېش وروسته خدمتونه هم فعال دي.

له بل لوري یاد ریاست په تېر ۱۴۰۳ کال کې په احصاييوي برخو کې د ۷۰۰ معیاري فورمو له لارې ټولنیز او اقتصادي ارقام او معلومات راټول او له ادارې سره یې شریک کړي دي، د دې ترڅنګ یې له اسعداباد ښار څخه په میاشتني ډول د بېلابېلو خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې هم له بازار څخه راټولې کړې دي.

سربېره پر دې تېر کال په دې ولایت کې ځینې مهمې سروې‌ګانې لکه د غذايي خوندیتوب سروې، د وریجو د کښت سروې او د افغانستان د روغتیا سروې ترسره شوې دي.