د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، چې اوبو او انرژۍ وزارت په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د اوبو مدیریت او برېښنا تولید په برخو کې یو شمېر مهمې ملي پروژې بشپړې کړې او د ځینو نورو کارونه په چټکۍ سره روان دي.
یاد معاونیت زیاتوي؛ کابل کې د شاه او عروس بند، زابل کې د عمري بند، نیمرزو کې د کمال خان بند درېیم فاز او لوګر کې سرخاب ذخیروي بند؛ هغه بندونه دي چې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د دې معاونیت د معلوماتو له مخې؛ پکتیا کې پلتوني، فراه کې د بخش اباد او هرات کې پاشدان؛ هغه بندونه چې لا هم ورباندې کار روان دی او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
همداراز روزګان کې د اغاجان بند او په کاپیسا کې د باغدارې بند د امکان سنجۍ، جیوفزیک او جیوتخنیک مطالعات پیل شوي دي.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت دغه راز ویلي؛ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۳۰ لوی او کوچني چکډېمونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.