ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

زابل کې د دوو کورنیو ترمنځ شپږ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

د قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي؛ د زابل ولایت په مرکز قلات کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه، چې له شپږو کلونو راهیسې دوام درلود، د علماوو او قومي مشرانو په هڅو په پخلاینې او دوستۍ بدله شوه.

د زابل ولایت د قومونو او قبایلو چارو رییس مولوي محمد کریم سحر اخوندزاده ویلي؛ یاده شخړه د مرکز قلات اړوند د سیدجان کلي د محمد عالم او معلم محمد اخلاص د کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې وه، چې پر مهال یې درې تنه زخمیان شوي وو.

نوموړي زیاته کړې، چې دا ستونزه د ولایت مقام په لارښوونه او د علماوو، قومي مشرانو او د اړوند ریاست د هڅو له لارې حل شوه او دواړو لوریو یو بل ته د پخلاینې غېږ ورکړه.

د ولایت مقام د دفتر رییس مولوي مطیع‌الله آغا ویلي؛ ولایتي اداره هڅه کوي، چې د زابل ټول اوسېدونکي په ورورۍ او یووالي کې ژوند وکړي، نو له همدې امله د قومونو ترمنځ راټوکېدلې ستونزې او اختلافونه د خبرو له لارې حل کوي.

د شخړې دواړو ښکېلو لوریو هم خوښي ښودلې، چې د ولایت مقام، د قومونو او قبایلو چارو ریاست، علماوو او قومي مشرانو د دوی ترمنځ دښمني په دوستۍ بدله کړه، او په وینا یې، له دې وروسته به په ورورولۍ، آرامۍ او تفاهم ژوند کوي.

قومي مشرانو او دیني عالمانو هم د روغه جوړې او بخښنې په ارزښت خبرې کړي او دواړه لوري یې هڅولي، چې نور دې د خوښۍ او همغږۍ فضا کې یو له بله سره ژوند وکړي.