د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ د بدخشان ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ۱۴۰۳ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۱۰۸ زره او ۵۲ کسانو ته د نفوسو د احوال ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.
یادې ادارې زیاته کړې؛ په دې خدمتونو کې ۴۱ زره او ۷۹۷ برېښنایي پېژندپاڼې، ۴۷ زره او ۶۸۵ کاغذي پېژندپاڼې، ۱۴ زره او ۴۸۱ زېږون کارتونه، ۳۳۶ د مړینې پاڼې او درې زره او ۷۵۳ نورو کسانو ته په تابعیت پېژندپاڼو کې اصلاحي خدمتونه شامل دي.
د بدخشان ولايت د احصايې او معلوماتو رییس حافظ حبیبالرحمن عثماني ویلي؛ چې په دې ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو دوې وېش څانګې فعالې دي، چې پهکې د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره له وېش وروسته (مثنی پېژندپاڼه ، د پېژندپاڼې نوې کول، د کارت پر مخ اصلاحات، د زېږونونو، ودونو، طلاق او مړینې ثبت) خدمتونه هم ښځینه او نارینه مراجعینو ته وړاندې کېږي.
له بل لوري یاد ریاست په تېر ۱۴۰۳ کال کې په احصاييوي برخو کې د ۳۸۶ معیاري فورمو له لارې ټولنیز او اقتصادي ارقام او معلومات راټول او له ادارې سره یې شریک کړي دي، د دې ترڅنګ یې په میاشتني ډول د ۲۹۴ خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې هم له بازار څخه راټولې کړې دي.
سربېره پر دې تېر کال په دې ولایت کې د ځینو مهمو سروېګانو لکه د غذایي خوندیتوب سروې او د افغانستان روغتیا سروې د پليکېدو له بهیر څخه په هر اړخیزه توګه څارنه شوې ده.