ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرنې وزیر د اوزبیکستان د اوبو او انرژۍ وزارت له مسولینو سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، چې د اوزبیکستان د رسمي بلنې پر بنسټ یاد هېواد ته سفر کړی، د اوزبیکستان د اوبو او انرژۍ وزارت له مسولینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اوبولګولو سیستمونو پراختیا، د امو سیند د تحکیماتو، د اوبو سرچینو موثرې استفادې، د اقلیمي بدلونونو د اغېزو او د دې برخې له نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.

دواړو لوریو هوکړه کړې، چې دواړه هېوادونه باید د اوبو د سپما په موخه د اوبولګولو د سیستمونو د اصلاح او عصري کولو لپاره خپلمنځي همکارۍ پراخې کړي.

د اوزبیکستان د انرژۍ او اوبو وزارت مسولینو د اسلامي امارت پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي مسولینو تګ راتګ ته د دوام ورکولو او د اوبو، کرنې، مالدارۍ او نورو برخو کې د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی.

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر هم د اوزبیکستان د رسمي بلنې مننه کړې، د افغانستان د اوبو، کرنې او پراختیایي برخو د پرمختګونو یادونه یې کړې او د مقابل لوري مسولینو ته یې افغانستان ته د سفر بلنه ورکړې، تر څو له شته ظرفیتونو لیدنه وکړي.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان اوس یو امن او خپلواک هېواد دی.

همدارنګه، مولوي عطاالله عمري له اوزبیکستان څخه غوښتي، چې د کرنې وزارت د کارکوونکو، بزګرانو او مالدارانو د ظرفیت لوړولو او روزنې په برخه کې همکاري وکړي، ځکه چې اوزبیکستان د اوبو د سرچینو د تقویت او ګټورې استفادې په برخه کې ارزښتناکه تجربه لري.

د اوزبیکستان د اوبو او انرژۍ وزارت مسولینو هم ژمنه کړې، چې د دغه هېواد پانګه‌وال چمتو دي، ترڅو د افغانستان د اوبولګولو د سیسټمونو د عصري کولو، په ځانګړي ډول د اوبو سپما کوونکو سیسټمونو لکه څاڅکي (قطرې) او باراني اوبولګولو په برخه کې همکاري وکړي.

اوزبیک مسولینو ټینګار کړی، چې که افغان پانګه‌وال وغواړي چې خپل دودیز اوبولګولو سیسټمونه عصري او مدرنه کړي، دوی چمتو دي چې لازم ملاتړ او همکاري ورسره وکړي.