د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال مجید تخت روانچي اعلان کړی، چې د ایران او امریکا ترمنځ د تهران د اټومي پروګرام په اړه دویم پړاو خبرې اترې راتلونکې شنبه په اروپا کې ترسره کېږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال زیاته کړې، چې دا خبرې به هم د عمان په منځګړیتوب ترسره شي.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړي دغه څرګندونې د ایران پارلمان د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمېسیون په غونډه کې کړې دي.
له بلې خوا، اکسیوس د دوو باخبرو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو به د شنبې په ورځ د ایټالیا په پلازمېنه روم کې ترسره شي.
د یادونې وړ ده، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د غیرې مستقیمو خبرو لومړی پړاو تېره شنبه د عمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره شو.