ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته د علومو اکاډمۍ پرمختګونه؛ له دیني پروګرامونو تر نړیوالو همکاریو

د افغانستان د علومو اکاډمي د هېواد تر ټولو لوړې څېړنیزې مرجعې په توګه د اسلامي، بشري او طبیعي ـ تخنیکي علومو په برخو کې تنظیم او رهبرۍ چارې پر غاړه لري.

د افغانستان د علومو اکاډمي د یوې خپلواکې ادارې په توګه په یادو برخو کې د علمي ـ څېړنیزو میتودونو پر بنسټ د علمي ودې، پراختیا او بډاینې لپاره څېړنې کوي.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ بنسټیزې موخې؛ د څېړنو پر بنسټ د هېواد اقتصادي، ټولنیزه او فرهنګي وده، د علم او پوهې کچې لوړول او په هېواد کې د دیني او اسلامي کلتور پیاوړی کول دي.

د افغانستان د علومو اکاډمي وایي؛ د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته دا اداره توانیدلې، چې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې ولري.

په یاده موده کې دې اکاډمي په خپل تشکیل کې د اسلامي بانکوالۍ او معاصرو مسایلو څېړنیز مرکز، د افغانستان د ژباړې د ملي مرکز او همداراز د دعوت او ارشاد ریاست رامنځته کړی دی.

د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د علومو اکاډمۍ غړو، کارمندانو او محافظینو ته د دیني نصاب تدریس، درې ځله ازموینې، د قرانکریم، تفسیر او فقهې دورې او د سیرت، عقیدې او اصلاحي بیانونو منظم پروګرامونه ترسره شوي دي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

د عدليې وزارت او د ځمکو د غصب کمېسیون په همکارۍ زر بهرنیو کلیمو ته پښتو او دري معادلو کلیمو موندل، ۱۲۰ علمي څېړنې، ۱۹۹ کنفرانسونه، ۱۷ ملي سیمینارونه، ۶۷ کتابونه او د لسو مجلو ۸۸ ګڼو چاپ او د ژباړې مرکز ۵۶ اثار ژباړل د دې اکاډمۍ له نورو مهمو فعالیتونو څخه دي.

د اسلامي بانکوالۍ مرکز له لوري په ګڼو لارښودونو کار کول، فقهي تخریجات او طرحې چمتو کول، د علومو اکاډمۍ مشرتابه نورو هېوادونو ته د عملي پیاوړتیا او همکارۍ په موخه سفرونه، له اسلامي او نړیوالو استازو سره لیدنې او علمي هوکړې کول، له بېلابېلو دولتي ادارو سره علمي همکاریو ته دوام ورکول، په کاریزمیر کې زراعتي څیړنیز فارم پرانیستل، ۵۰ تنه علمي کادرونه ګمارل او د کتابتون لپاره ۱۸ زره او ۵۰۰ نوې عنوانه کتابونه برابرول د افغانستان د علومو اکاډمي له نورو مهمو فعالیتونو څخه دي.

د افغانستان د علومو اکاډمي د خپلو تقنیني اسنادو او د خپلو فعالیتونو د ماهیت پر بنسټ، په هېواد کې له لوړو علمي- څېړنیزو مراجعو څخه ده او د دې ادارې علمي- څېړنیز فعالیتونه هېواد کې د علومو د خپرولو او فرهنګي او اقتصادي چارو ته په پرمختګ ورکولو متمرکز دي.