ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کاپیسا کې څو کورنۍ له بدۍ وروسته د ورورګلوۍ پر ټغر کښېناستې

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي؛ د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ د کرمخېلو په کلي کې د یوې مېرمنې د قتل له امله د څو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې بدي، چې له امله یې ښکېلې خواوې له ډېرو ناخوالو سره لاس و ګرېوال وې، تېره ورځ (یکشنبه د وري ۲۳مه) د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست، قومي مشرانو او علماوو له لوري د یوې قومي جرګې په ترڅ کې په سوله بدله شوه.

یاد وزارت زیاتوي؛ دغه بدي چې له کبله یې د قاتل د کورنۍ څوتنه محبوس وو او قضیه یې په عدلي او قضایي ارګانونو کې ترڅېړنې لاندې وه، د سیمه ییزو متنفذینو او قومي مشرانو په ټینګار او منځګړیتوب له دواړو لوریو څخه واک لیکونه واخیستل شول او د ولایتي مسولینو په ګډون مصلحینو د یادې شخړې د حل قومي جرګه را وبلله.

د یادې قومي جرګې پرمهال قومي مشرانو او مسولینو د سولې او پخلاینې په ښېګڼو خبرې وکړې او خوښي یې څرګنده کړې، چې د دوی په منځګړیتوب طرفینو یو بل ته بښنه وکړه او د یادو خواوو دا نېک کار یې د لا ډېرې ستاینې وړ بللی دی.

د غونډې په وروستیو کې په بدي کې ښکېلو غاړو لوړه وکړه، چې نور به بدبینۍ ختموي او یو د بل ترڅنګ به د وروڼو په څېر ژوند کوي، په دې سره دواړو خواوو یو بل ته د اخوت غېږې ورکړې او څو کورنۍ له څو میاشتنۍ بدي وروسته د ورورۍ په ټغر کښېناستې.