د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د پروګرامونو د پراختیا مرستیال محمد اسماعیل فایز په خپل کاري دفتر کې د نیله باغ استوګنیزې پروژې د ودانیزو چارو پر مخ وړونکي (MCC19) ساختماني شرکت له رییس لي لونګ سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې لي لونګ د نیله باغ پروژې د ترسره شویو چارو او شته ستونزو په اړه معلومات ورکړي او د ستونزو د حل په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
ورپسې محمد اسماعیل فایز د نیله باغ پروژې ودانیزې چارې د قناعت وړ بللې او ویلي یې دي، چې د کور او ښار جوړولو وزارت د یادې پروژې د چارو پرمختګ برخه کې همکارۍ ته ژمن دی.
نوموړي زیاته کړې، یاده پروژه جومات، روغتون او ښوونځي ته اړتیا لري او هیله یې څرګنده کړې، چې په یاده برخه کې هم همکاري وشي.
په ورته مهال د (MCC19) ساختماني شرکت رییس ژمنه کړې، چې د جومات، روغتون، او ښوونځي جوړولو برخه کې به بشپړه همکاري کوي.