د المپیک، تربیت بدنی او ورزش عمومي رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د مرکزی زون پینځو ولايتونو ( پروان، کاپيسا، باميان، دايکندي او پنجشیر) لوبډلو ترمنځ پيل شوې فوټسال سيالۍ د پروان استازې جبل السراج شاهين لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
یادې سيالۍ، چې پینځه ورځې وړاندې د فوټبال ملي فدراسیون فوټسال کمېټې په جمنازيوم کې پيل شوې وې، په وروستۍ لوبه کې يې د پروان ولايت جبل السراج شاهين لوبډلې خپلې سیالې د باميان المهدي لوبډلې ته د ۸ ـ ۳ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د دې سیالیو د پايلوبې په مراسمو کې د المپيک تربيت بدني او ورزش عمومي رياست رييس مولوي احمدالله وثيق، د فوټسال کمېټې رييس فريد احمد يوسفزي، ورزشي مسولينو، ورزشکارانو او ګڼ شمېر مينوالو ګډون کړی وو.
د يادونې وړ ده، چې یادې سیالۍ د افغانستان د زونونو په کچه د فوټسال دويم پړاو سیالیو ته د لار موندنې په موخه په پيل شوې وې، چې په پايله کې يې د پروان جبل السراج شاهين لوبډلې وکولی شول د دې سياليو دويم پړاو ته لار ومومي.