د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ د بامیان ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ۱۴۰۳ کال کې ۴۶ زره او ۱۶۳ کسانو ته د نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.
یاده ادارې زیاته کړې؛ په دې خدمتونو کې ۱۸ زره او ۵۲۶ برېښنایي پېژندپاڼې، لس زره او ۸۴۴ کاغذي پېژندپاڼې ، لس زره او ۲۱۵ زېږون کارتونه، یو زر او ۲۴۱ کسانو ته د کډوالۍ ثبت او پینځه زره او ۳۷ نورو کسانو ته په تابعیت پېژندپاڼو کې اصلاحي خدمتونه شامل دي.
د بامیان ولايت د احصايې او معلوماتو رییس مولوي خیرالله مبارز ویلي؛ په دې ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګه کې د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره له وېش وروسته مثنی پېژندپاڼه، د انځور نوې کول، د کارت پر مخ اصلاحات او غیرخوراکي توکو بیې هم له بازار څخه راټولې کړې دي.
سربېره پر دې تېر کال د یاد ولایت په پنجاب ولسوالۍ کې د ۱۰۴ نویو کلیو د تثبیت ترڅنګ، د ځینو مهمو سروېګانو لکه د غذایي خوندیتوب سروې او د افغانستان روغتیا سروې د پليکېدو له بهیر څخه په هر اړخیزه توګه څارنه شوې ده.
همدارنګه یادې ادارې د سپوږمکیزو انځورونو په مرسته، دوه زره او ۷۳۱ ادرسونه په نقشه کې تثبیت کړي، ۲۷۰ تعلیمي او تحصیلي ادارو او اشخاصو ته احصائیوي معلومات وړاندې کړي او د دې ولایت د معلوماتو د غنيوالي لپاره ۶۱۰ نوې نقطې لکه؛ د دفترونو، موسسو او نورو مهمو ځایونو ادرسونه په معلوماتي سیستم کې ثبت کړي دي.