ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا نورالله نوري: د هېواد یوه ډبره هم د پرديو په لاس کې نشته

د کابل د کوهدامن سیمې اړوند قومي مشرانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر ملا نورالله نوري سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې یادو قومي مشرانو ویلي؛ په افغانستان کې اسلامي نظام او سرتاسري امن دی، موږ به هیچا ته اجازه ور نه کړو چې دا امن اخلال کړي.

دوی دغه راز د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره د ولسونو د یووالي او سوکالي ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده؛ د کوهدامن ټول خلګ د دې نظام ملاتړ کوي او خوښ دي چې له یوه ډاډمن امنیت او یووالي څخه برخمن دي.

یادو مشرانو زیاته همداراز ویلي، تېر ۲۰ کاله د خلګو هیڅ هم خوندي نه وو او د حکومت واګې د بل په لاس کې وې.

نوموړو اسلامي نظام د ولسونو د سر سیوری بللی او زیاته کړې یې ده، دوی له مسولینو سره په ګډه د ولسونو ترمنځ قومي شخړې هواروي او د خلګو د یووالي لپاره لا هم خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ویلي، اسلامي امارت د دې ولس د بې شمېره سرښندونو په نتېجه کې ټینګ شوی او د الله تعالی ﷻ له لوري یوه لویه پېرزوینه ده.

ملا نورالله نوري زیاته کړې؛ د دې نظام د قایمېدو لپاره د دې خاورې ټولو خلکو قربانۍ ورکړې، اوس وخت را رسېدلی چې ستونزې یې واورو او خدمت ورته وکړو.

نوموړي د قومي مشرانو له ستړیاوو په مننې ویلي؛ د هیواد په ټولو ولایتونو کې د همدې متنفذینو په همکاري یاد وزارت د ولسونو ترمنځ سلګونه کورنۍ شخړې حل کړې او د دوی د غوښتنو پر بنسټ د سرحدي او له خدمتونو بې برخې ولسوالیو خلکو ته د پراختیایي پروژو کارونه عملا روان دي، چې دا د دوی د خدمت یوه بېلګه ده.

نوموړي همداراز زیاته کړې؛ د افغانستان د خاورې یوه ډبره هم د بل چا په لاس کې نه ده، اسلامي امارت پر ټوله خاوره بشپړ حاکمیت لري.