ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ټولګټو وزیر او په کابل کې د روسیې سفیر لیدنه؛ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی

د ټولګټو وزیر ملا محمدعیسی ثاني په کابل کې د روسیې هېواد له سفیر دیمیتریژیرنوف او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د ټولګټو وزارت د اوسپنۍ پټلۍ مرستیال هم شتون درلود او دواړو لورو په یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.

لیدنه کې د ټولګټو وزیر، دیمیتریژیرنوف ته د ښه راغلاست سربېره د یاد هېواد له همکاریو څخه د مننې تر څنګ ویلي؛ افغانستان او روسیه یو له بل سره اوږد مهاله سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لري.

دغه راز دواړو لوریو د سالنګ تونل د ترمیم، نوي تونل د رغولو او له روسیې هېواد څخه د سړک جوړونې او اوسپنې پټلۍ رغولو د وسایلو، ماشینریو، تجهیزاتو، قیرو او اوسپنې پټلۍ قطعاتو او دې ورته نورو موادو د خریدارۍ په اړه هر اخیزې خبرې کړې دي.

د روسیې سفیر ویلي، هېواد یې له افغانستان سره په یاده برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

 په پای کې دواړو لوریو پر اقتصادي او سوداګریزو اړیکو ټینګار کړی او په پام کې ده، چې د ټولګټو وزارت یو لوړ رتبه پلاوۍ روسیې هېواد ته سفر وکړي.