د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي؛ د دې ادارې پالیسي او مسلکي مرستیال ډاکټر ملا زینالعابدین عابد، د دوو بېلا بېلو ناستو په ترڅ کې د اړیکو موسسې (TLO) او د خلکو د پرمختګ لار موسسې (PPPO) سره د ګډو همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي.
یاده اداره زیاتوي؛ د اړیکو موسسه به د همدې پروژې پر بنسټ د اقلیمي بدلون د اغېزو، عامه پوهاوي کچې او چاپېریالي ګواښونو په اړه څېړنې ترسره کړي، او د PPPO موسسه به د افغان ځوانانو د پیاوړتیا له لارې د اقلیمي بدلون سره د سازښت په برخه کې فعالیتونه اجرا او عملي کړي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې؛ دا پروژې چې ټول ارزښت یې ۷۵ زره امریکایي ډالره دی، په ۲۰۲۵ کال کې به د هېواد په مرکز او یو شمېر ولایتونو کې پلې شي.
د چاپېریال ساتنې ملي اداره په وینا؛ د دغو پروژو موخه دا ده چې د ټولنو، ځوانانو او خلکو تر منځ د اقلیمي بدلون پر وړاندې د پوهاوي کچه لوړه او عملي اقداماتو ته زمینه برابره کړي.
دغهراز د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پالیسي او مسلکي مرستیال ډاکټر ملا زین العابدین عابد ویلي؛ اداره یې ژمنه ده چې د هېوادوالو لپاره د پاک، سمسور او باثباته چاپېریال رامنځته کولو په موخه له بېلابېلو موسسو سره همکارۍ پراخې کړي او اړوندې پروژې تر خپل مستقیم څار لاندې پلي او عملي کړي.