د تورخم بندر له لارې هېواد ته راستنېدونکو افغان کډوالو ته د خدماتو د اسانتیا او عامه پوهاوي په موخه، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې له لوري د لارښود ځانګړې پاڼې چاپ شوي.

د یادې کمېټې ځایي مسول محمد صدیقالله قریشي بدلون وايي؛ دغه لارښود پاڼه به په فرضي کرښه کې هرې راستنېدونکې کورنۍ ته ورکول کېږي، څو د خپلو چارو د پرمخ وړو پر مهال له اړینو معلوماتو برخمنې شي.
ښاغلي قریشي زیاته کړې؛ د کورنیو ستونزو ته د رسېدنې او د معلوماتو شریکولو لپاره یې په فرضي کرښه کې معلوماتي لیکنې کړې دي او څلور ټيمونه یې هم ګمارلي، تر څو کورنیو ته پر خپل وخت دقیق معلومات ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل دی چې د راستنېدونکو افغان کډوالو د ښه تنظیم، پوهاوي او د خدماتو د اسانتیا لپاره په تورخم ښارګوټي کې دغه ډول لارښود پاڼې چاپ او وېشل کېږي.