ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرنې وزیر تاشکند کې د اغېزمن اوبولګولو سیسټمونو د تولید له کارخونې څخه لیدنه کړې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، چې د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ اوزبیکستان ته سفر کړی، د دې هېواد په پلازمېنه تاشکند ښار کې د اوبولګولو د وسایلو او عصري ټکنالوژیو له یوې سترې کارخونې څخه لیدنه کړې.

یاده کارخونه د اوبولګولو معیاري پايپونه، د اوبو پمپونه او نور اړوند سیستمونه تولیدوي.

دغه راز، دا صنعتي مرکز د خاورې د اصلاح لپاره هم ځانګړي پایپونه تولیدوي، چې د کارخونې د مسولینو په وینا، د خاورې د کیفیت په لوړولو کې مهم رول لري او بزګرانو ته په مناسب قیمت وړاندې کېږي.

د کرنې وزیر د اوزبیکستان د کرنې له وزارت څخه د همکاریو مننه کړې او د کارخونو مسولینو یې افغانستان ته د پانګونې لپاره رابللي دي.

نوموړي ډاډ ورکړی؛ چې د کرنې وزارت به د یاد شرکت مسولین د افغانستان له خصوصي سکتور سره وصل کړي، څو د اوبولګولو د سیستمونو د عصري کولو په برخه کې د همکاریو زمینه برابره شي.

د کارخونې مسولینو د کرنې وزیر هرکلی کړی او څرګنده کړې یې ده، چې دوی چمتو دي په افغانستان کې د اوبولګولو سیستمونو د ښه‌والي، د اوبو د سرچینو د مدیریت او د اوبو د اغیزمن استعمال په برخه کې پانګونه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې مولوي عطاالله عمري او ورسره پلاوي د سفر په ترڅ کې له یو شمېر نورو کارخونو، د سبو له شنو خونو، د مېوو له بڼونو او نورو کرنیزو او اوبو پورې اړوندو تاسیساتو هم لیدنه کړې ده.