ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د افغانستان بانک لاسته راوړنې؛ معقول پولي سیاستونه طرح او پلي شوي

په ۱۴۰۰ لمریز کال د افغانستان اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته ټولې ادارې له یو لړ ستونزو سره مخ شوې، خو د اسلامي امارت مشرتابه پرله‌پسې او جدي کار وکړ، تر څو ټول سیسټم بېرته په اغیزمن ډول فعال، موقتي ځنډېدلي کارونه بېرته پيل او دولتي ادارې خپلې چارې پیل کړي.

د افغانستان بانک او بانکي سکټور هم له دې ستونزو خوندي نه و، خو د یاد بانک د رهبرۍ غوره او مدبرانه کړنې د دې لامل شوې، چې ټولې چارې بېرته په ښه ډول مدیریت شي او د افغانستان بانک د پام وړ لاسته راوړنې ولري.

د افغانستان بانک د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته ګڼې لاسته راوړنې درلودې. افغانۍ یې د سیمې او نړۍ په کچه په ارزښت لرونکي پولې واحد بدله کړه، انفلانسیون یې کنټرول کړ، بانکي سکټور ته یې پراختیا ورکړه، پر بانکي حسابونو یې محدودیتونه کم کړل، اسلامي بانکوالي یې رامنځته کړه، نوي بانک‌نوټونه یې چاپ او زاړه یې راټول کړل او بې‌شمېره نورې اسانتیاوې یې رامنځته کړې.

له یادو لاسته‌راوړنو په لنډو ډول د ځینو یادونه کوو:

۱- د معقولو پولي سیاستونو طرح او پلي کول

  • د افغانۍ ارزښت ساتنه: د افغانستان بانک د معقولو پولي سیاستونو په پلي کولو سره د افغانۍ ارزښت څخه په ښه ډول ساتنه کړې ده او دا مهال افغانۍ د سیمې د هېوادونو په کچه د غوره ثبات لرونکو پولي واحدونو په کتار کې ځای لري.
  • د انفلاسیون کنټرول: د افغانستان بانک د مناسبې پولي سیاستونو له امله، د انفلاسیون کچه په مطلوب حد کې ساتل شوې، چې له دې سره د توکو بیې کنټرول شوې او د عامو خلکو د پېرودلو ځواک لوړ شوی دی.

۲- د بانکي سکتور ثبات او پراختیا:

  • د بانکي سکتور پراختیا: د افغانستان بانک د بانکوالۍ سکټور د پراختیا لپاره اساسي اقدامات کړي، چې له مخې یې د هېواد په یو شمېر لیرې پرتو سیمو کې بانکي خدمات پراخ شوي او نوي بانکي څانګې او غرفې پرانیستل شوې دي.
  • د بانکونو پر حسابونو محدودیت کمېدل: د افغانستان اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته په سوداګریزو بانکونو کې د هېوادوالو پر امانتونو یو شمېر محدودیتونه رامنځته شوي وو، چې د افغانستان بانک له ژمنې سره سم په تدریجي ډول یاد محدودیتونه راکم شول او په نویو حسابونو هېڅ ډول محدودیت نشته. سربېره پر دې په سوداګریزو بانکونو کې د هېوادوالو لپاره د حساب پرانیستلو شرایط ډېر اسانه شوي دي.
  • د افغانستان بانک یو ځل بیا ډاډ ورکړی، چې لګول شوي محدودیتونه به په کامله توګه لیرې شي.

۳- اسلامي بانکوالۍ ته د بانکي سیستم اړول

  • اسلامي بانکوالۍ ته د سوداګریزو بانکونو اړول: د افغانستان بانک د اسلامي بانکوالۍ د ترویج لپاره مؤثر ګامونه پورته کړي، چې له مخې به یې ټول سوداګریز بانکونه په تدریجي ډول اسلامي بانکوالۍ ته واړول شي.
  • افغانستان بانک وايي، چې تر اوسه دوه سوداګریز بانکونه په بشپړ ډول اسلامي شوي دي. د سود پر ځای د اسلامي معاملو ترویج: په نورو بانکونو کې هم مالي معاملات له سود پرته د اسلامي اصولو په رڼا کې ترسره کېږي او مشتریان کولای شي اسلامي مالي خدماتو ته لاسرسی ولري.

۴- د نويو بانک‌نوټونو چاپ او د زړو بانکنوټونو راټول

  • د نويو بانک‌نوټونو چاپ: په یاده موده کې د افغانستان بانک نوي بانک‌نوټونه چاپ او هېواد ته یې را لېږدولي. دا بانکنوټونه د معقولو پولي سیاستونو په پام کې نیولو سره او اړتیا ته په کتلو بازار ته تزریق کېږي.
  • د زړو بانک‌نوټونو راټولول: مندرس او له کاره لویدلي بانک‌نوټونه راټول شوي، له بازار څخه ایستل شوي، او پر ځای یې نوي بانک‌نوټونه بازار ته عرضه شوي دي.

۵- د سیسټمونو وصلول

  • د نړیوالو بنسټونو له لوري بند شوي سیسټمونه بیا فعالول: د افغانستان بانک د مالیې وزارت له سیسټمونو سره ټول هغه سیسټمونه بیا وصل کړي، چې له فتحې وروسته د نړیوالو بنسټونو له لوري بند شوي وو. په دې سیسټمونو کې د افغانستان بانک د بین البانکي سیسټمونو سره د مالیې وزارت اسیکوډا، افمس، سیګتاس او نور شامل دي.
  • د داخلي متخصصینو له لوري نوی پرمختګ: د دې بندیزونو له امله، د افغانستان بانک داخلي متخصصینو د بانک ټول بنسټیز سیسټمونه له سره جوړ کړي، چې اوس د افغانستان بانک خپل ملکیت دی او هېڅ ډول اضافي لګښت نه پرې راځي.
  • د (AfPay) کارت معرفي او پراختیا: د افغانستان بانک د خپلې نوې طرحې له مخې د AfPay کارت معرفي کړی، چې اوس د خلکو لپاره د استفادې وړ دی. هغه کسان چې دا کارت ولري له یوه حساب څخه بل ته پیسې لېږلی، خپل حساب کتلی، د برېښنا او نور بلونه تحویلولی او په پاس ماشینونو کې ګټه ترې اخیستی شي.
  • د ATM ماشینونو سره وصل کېدل: دا کارت اوس په ټولوATM ماشینونو کې له محدودیت پرته د استفادې وړ دی، چې د برېښنایي بانکوالۍ پراخېدو کې مرسته کوي.
  • د نغدي پیسو پر ځای ډیجیټلي تادیاتو ته لاره هوارول: د AfPay کارت د پراخېدو له برکته، خلک کولای شي پرته له نغدو پیسو، د برېښنایي بانکوالۍ له آسانتیاوو ګټه واخلي، چې دا د مالي سیستم د عصري کېدو او روڼوالي لپاره مهم ګام دی.

۶- د صرافیو او پولي خدمتونو تنظیم

  • د صرافیو او پولي خدمتونو شرکتونو رسمي جوازونه: د افغانستان بانک د صرافیو او پولي خدمتونو د فعالیت تنظیمولو په برخه کې اصلاحات رامنځته کړي، چې له مخې یې ټولې صرافۍ او د پولي خدمتونو شرکتونه مکلف شوي، چې د افغانستان بانک رسمي جواز ولري.
  • د صرافیو قانون تصویب: د افغانستان بانک د صرافیو او پولي خدمتونو د څانګې قانون د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی له لوري توشیح شوی، چې له مخې یې د صرافانو فعالیتونه تنظیم شوي او قانوني چوکاټ ته راوستل شوي دي.
  • جوازونه: تر دې دمه څه باندې ۲۴۰۰ صرافیو، د پولي خدمتونو شرکتونو او نمایندګیو ته د فعالیت جوازونه صادر شوي، چې د دې سکټور شفافیت او قانونیت زیاتوي.
  • د ناقانونه صرافیو مخنیوی: د افغانستان بانک د هېواد په ټولو ولایتونو کې د هغو صرافیو او پولي خدمتونو د فعالیتونو مخه نیولې، چې د فعالیت قانوني جوازونه یې نه لرل.

۷- د کوچنیو مالي موسسو تنظیم او څارنه

  • د کوچنیو مالي موسسو لپاره د نظارت نوی سیستم: مخکې له دې، د وړو تمویلاتي موسساتو هېڅ ډول رسمي نظارت نه کېده، خو اوس د افغانستان بانک د دې موسسو لپاره مشخص چارچوکاټ رامنځته کړی.

۸- په نړیوالو کنفرانسونو کې فعال ګډون

  • په نړیوالو کنفرانسونو کې د افغانستان بانک استازیتوب: د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د اسلامي بانکوالۍ، پولي سیاستونو او بانکي سکتور اړوند نړیوالو کنفرانسونو کې فعاله ونډه اخیستې.
  • له نړیوالو مالي بنسټونو سره اړیکې پراخول: د دې کنفرانسونو له لارې، د افغانستان بانک توانېدلی، چې له بېلابېلو نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره اړیکې پراخې کړي او د افغانستان د مرکزي بانک حیثیت ته لا ډېره وده ورکړي.

۹- رونټیا او حساب ورکول

  • د افغانستان بانک له رسنیو سره ښې او فعاله اړیکې ساتلې. دا اړیکې د مطبوعاتي کنفرانسونو، ځانګړو مرکو، خبري کلیپونو، په زونونو کې د عامه پوهاوي ورکشاپونو، خبرونو، اعلامیو او خبرتیاوو د خپرولو له لارې لا پیاوړې شوې دي.
  • د افغانستان بانک د رسنیزو فعالیتونو له لارې، عامه پوهاوی پراخ شوی، د بانکي سکتور د پرمختګونو، پولي سیاستونو او اقتصادي ثبات اړوند تازه معلومات له خلکو سره شریک شوي او د عامه باور د لوړولو لپاره اغېزناک ګامونه اخیستل شوي دي.
  • دغه هڅې نه یوازې د خلکو پوهاوی زیاتوي، بلکې د بانک او رسنیو ترمنځ د متقابل تفاهم او همکارۍ زمینې هم پراخوي، ترڅو معلومات په شفاف، دقیق او مسلکي ډول عامو خلکو ته ورسیږي.
  • د افغانستان بانک ژمن دی، چې دا همکارۍ نورې هم پراخې کړي او له رسنیو سره د اقتصادي او مالي مسایلو په روښانه کولو کې خپل رول لا قوي کړي.

پایله

پورته ذکر شوې لاسته راوړنې په لنډ ډول د افغانستان بانک د ژمنو، معقولو پولي سیاستونو او د بانکي سکټور د پراختیا په برخه کې د ترسره شویو اصلاحاتو څرګندونه کوي.

د افغانستان بانک ژمن دی، چې د هېواد اقتصادي ثبات، د بانکوالۍ سکټور د پراختیا او اسلامي بانکوالۍ ودې ته دوام ورکړي، ترڅو د افغانستان مالي او بانکي سیسټم پیاوړی، باوري او له نړیوالو معیارونو سره برابر وساتي.