ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغان پلاوي قطر کې د پولیو د له‌منځه وړلو نړیوالو نوښتونو کنفرانس کې ګډون کړی

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني قطر هېواد ته د سفر په ترڅ کې د پولیو له منځه وړلو نړیوالو نوښتونو کنفرانس کې ګډونوالو ته وینا کړې.

په دې کنفرانس کې په قطر کې د افغانستان سفیر محمد سهیل شاهین، د افغاني سرې میاشتې مرستیال عزیزالرحمن، د بېل ګېټس بنسټ او د پولیو محوه کولو نړیوال ابتکار (GPEI) استازو او روغتیا پالانو شتون درلود.

 د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال یاد کنفرانس د افغانستان روغتیايي سکټور د موجوده حالت په اړه د نړیوالو روغتیايي شریکانو سره د بحث او همغږۍ لپاره مهمه زمینه بللې او ویلي یې دي؛ اوس په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت رامنځته شوی دی او په کار ده، چې د افغانستان روغتیايي سکټور د پیاوړتیا لپاره له دې فرصت څخه ګټه واخیستل شي.

مولوي عبدالولي حقاني زیاته کړې؛ روغتیايي خدمتونه با کیفیته شي او هغه سیمو ته وغځول شي، چې پخوا یې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه درلود، چې له نېکه مرغه د افغانستان عامې روغتیا وزارت په دې برخو بنسټیز کار پیل کړی، تر څو روغتیايي سکټور د ښه والي ترڅنګ په تدریجي ډول د ځان بسیاینې لور ته یوسي.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ويلي؛ تر ټولو مهمه دا ده چې ښه همغږي ولرو، تر څو په یوه سیمه کې د ورته خدمتونو له وړاندې کولو څخه مخنیوی وشي او منابع په مؤثره توګه مصرف شي.

اسلامي امارت د نړیوالو، داخلي او بهرنیو موسساتو سره پوره همکار دی، تر څو په ګډه وکولی شو له افغانستان څخه د پولیو ناروغي محوه کړو او له پولیو څخه پاک افغانستان ولرو، چې دې موخې ته د رسېدو لپاره باید د واکیسن پوښښ پراخ او پر روټین او اوټریچ واکسین باید تمرکز زیات شي.

نوموړي همداراز، له ګډونوالو غوښتي، چې هېواد ته بېرته راستنېدونکي افغانان هم باید له پامه ونه غورځول شي او دې برخې ته هم باید لازمه پاملرنه وشي.