ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سترې محکمې قاضي القضات هرات ته سفر کړی

د سترې محکمې رییس او قاضي القضات شيخ عبدالحکيم حقاني د يو پلاوي په ملتيا هرات ولايت ته سفر کړی.

په دې سفر کې د سترې محکمې رییس او قاضي القضات شيخ عبدالحکيم حقاني د مرافعه او ښاري ابتداییه محاکمو له ریيسانو، د مرافعه او ښاري ابتدایيه محاکمو دېوانونو له ریيسانو او محررینو سره لیدنه کړې.

د سترې محکمې رییس او قاضي القضات ویلي؛ د مرافعه محکمې د دېوانونو قضایي غړي باید د ابتداییه محاکمو له قضایي غړو سره له اخلاصه ډکې او ښې اړيکې ولري، ابتداییه محاکم دې هڅه وکړې، چې په خپلو پرېکړو کې فرمانونه او د اصولنامو لارښونو په جدي ډول رعایت کړي، ترڅو صادرې شوې پرېکړې په تکراري ډول نقض نشي.

شيخ عبدالحکيم حقاني ټينګار کړې؛ چې په رسمي وخت کې پر خپلو دندو حاضر اوسئ، دندو ته د بنسټیزو او رسمي چارو په سترګه ګورئ او ځانونه مو په رسمي وخت کې په غير رسمي او نور چارو مه مصروفه کوئ.

دغه راز نوموړي ويلي؛ قضایي غړي دې هڅه وکړي چې خپلو دندو ته نږدې د اوسېدو ځای غوره کړي، له مراجعينو سره نېک، نرم او غوره چلند ورکړي، د تحقيقاتو پر مهال دې له مدعي او مدعي عليه څخه په ښه ډول معلومات تر لاسه کړي، ترڅو مدعي او مدعي عليه خپل اظهارات وړاندې کړي او د تحقيقاتو په جریان کې دې د دعوې د طرفينو اسناد په دقيق ډول ارزوي.

د سترې محکمې قاضي القضات د محاکمو ریيسانو ته په خطاب کې ویلي؛ تاسو باید په محبسونو کې همېشه د بنديانو په اړه هر اړخېز معلومات ولرئ، د بنديانو د برخليک په اړه شريعي فيصلې صادرې کړئ، د هغوی د اوسېدو ځای، اطاقونو او خوراکي توکو په اړه معلومات تر لاسه کوئ، ځکه د بنديانو مسوليت د قضاتو په غاړه ده.

د غونډې په وروستيو کې د هرات ولايت مرافعه محکمې ریيس شيخ محمود ابوالفيض د یاد ولايت اړوند د محاکمو د اجرااتو، د بنديانو وضعيت معلومولو، د عمومي محبس او توقيف خونو څخه د ليدنې په اړه د سترې محکمې رییس او قاضي القضات ته ډاډ ورکړی دی.

د یادونې وړ ده، چې په يادو ولايتي سفرونو کې د سترې محکمې نظامي مرستيال شيخ خيرجان خیرخواه، د سترې محکمې د دار الانشا عمومي رییس مفتي عبدالرشید سعيد او د سترې محکمې د پلان او پاليسۍ رياست رییس مولوي محمد جمعه فیضاني د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات ګدون درلود.