د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني په کابل کې د نیله باغ استوګنیزې پروژې له روانو چارو څارنه کړې.
په دې لیدنه کې شیخ حمد الله نعماني د نیله باغ پروژې د ودانیزو چارو پر مخ وړونکي (ایم، سي، سي ۱۹) ساختماني شرکت له رییس لي لونګ سره هم لیدنه کړې او پر یو شمېر مهمو موضوعاتو یې خبرې کړي دي.
دواړو لوریو، د روانو چارو په بشپړېدو، د روان کال په کاري پلان او راتلونکي پلان خبرې کړې دي.
دغه راز، د څارنې په بهیر کې د نیله باغ استوګنیزې پروژې د دویم فاز د عملي چارو د پیلولو په تړاو هم خبرې شوې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، د دغې پروژې د چارو پرمختګ برخه کې همکارۍ ته ژمن دی.
د معلوماتو له مخې، د یادې پروژې په دویم فاز کې مسجد شریف، کلینیک، ښوونځی او نور مهم او اړین ځایونه په پام کې نیول شوي دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په کچه د مناسب مسکن جوړولو لپاره خپلې هڅې جاري ساتي او د منظمو پلانونو د رامنځته کولو له مخې یې ابادوي.