نن د ماین پاکۍ د نړیوالې ورځې نمانځغونډه د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې په کوربتوب، د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو، نړیوالو موسسو مسولینو او په کابل کې د مېشتو سفارتونو د استازو په ګډون پیل شوه.

د ماین پاکۍ د همغږۍ او انسجام رییس قاري نورالدین رستمخېل د ماین پاکۍ د نړیوالې ورځې د نمانځغونډې پر مهال وویل؛ د ټولو (پینځه زره او ۱۴۳) ثبت شویو سیمو څخه تر اوسه درې زره او ۹۹۳ سیمي د ماینونو او ناچاودو توکو څخه پاکې شوې دي، خو له بده مرغه لا هم یو زر او ۱۵۰ سیمې د ماینونو له ګواښ سره مخ دي، چې باید پاکې شي.
نوموړي ټینګار وکړ؛ چې د افغانستان د ماین پاکۍ له پروګرام څخه باید له سیاسي موضوعاتو پرته، د نړیوالې ټولنې له خوا ملاتړ وشي.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي وویل؛ د جګړو له امله د هېواد یوه لویه برخه ځمکه په ماینونو او ناچاودو توکو ککړه شوې ده، چې دا مسله د خلکو، په ځانګړې توګه کوچیانو او مالدارانو لپاره یو جدي ګواښ بلل کېږي.
نوموړي زیاته کړه، هره ورځ د ماینونو او ناچاودو مهماتو له امله زموږ د هېوادوالو ژوند له خطر سره مخامخ کېږي او قرباني ورکوي.
ملا نورالدین ترابي د افغانستان د ماین پاکۍ د موسسو څخه مننه وکړه او ویې ویل: ”موږ له دغو موسسو سره د هر ډول همکارۍ چمتووالی لرو او ټول لازم امکانات به ورته برابر کړو. همداراز، له دوی غواړو چې خپل فعالیتونه چټک کړي. “
نوموړي زیاته کړه؛ ماینونه باید له سره ونه کارول شي، خو له بده مرغه د جګړو له امله دا کار شوی دی، نو ځکه باید ماینونه بیا وموندل شي او شنډ شي.
ښاغلي ترابي له ټولو اړوندو ادارو څخه غوښتنه وکړه، چې د ماین پاکۍ له پروګرامونو سره مرسته وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د برخې مسول نیکولاس ستیفن وویل، اوس د ماین پاکۍ د پروګرامونو د عملي کولو لپاره تر هر بل وخت ښه امنیتي شرایط برابر شوي دي.
نوموړي زیاته کړه؛ د ماینونو او ناچاودو توکو تر ټولو ډېر قربانیان ماشومان دي، له همدې امله باید د عامه پوهاوي برخې ته جدي پاملرنه وشي.
نیکولاس ستیفن له ټولو هغو هېوادونو څخه مننه وکړه، چې د ماین پاکۍ له پروګرامونو سره یې ملاتړ کړی دی او د ماینونو او ناچاودو توکو د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي او تسلیت څرګند کړ.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وویل، ماینونه او ناچاوده توکي د هېواد د اقتصادي او کرنیزو ستونزو له جملې څخه دي.
نوموړي زیاته کړه؛ د یادو سیمو له پاکېدو سره به د اقتصادي ودې، د کارموندنې، د کرنې پراختیا او د هېواد د ځمکو د اغېزمنې ګټې اخېستنې لپاره لا ډېر فرصتونه برابر شي.
ښاغلي نظري وویل، د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره کولی شي د بهرنیو مرستو د راجلبولو په برخه کې مهم رول ولوبوي او باید له دې ادارې څخه لازم ملاتړ وشي.
نوموړي د ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د شړلو په تړاو وویل، سوداګر او پانګهوال دې په دې حساسو شرایطو کې د خپل ولس ترڅنګ ودرېږي او ملاتړ یې وکړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس مولوي مطیع الحق خالص د ماین پاکۍ نړیوالې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې وویل، ماینونه او ناچاوده توکي په هېواد کې یو جدي خطر دی او باید د پاکولو لپاره یې پراخې هڅې او همکارۍ وشي.
نوموړي زیاته کړه؛ ماینونه او ناچاوده توکي د هر ژوندې موجود دښمن دي، او دا موضوع د هېواد د ودې او پرمختګ کچه زیاته اغېزمنه کړې ده.
ښاغلي خالص وویل، له دې فرصته په ګټې اخېستنې سره وایم چې افغانستان په یو وخت له څو ستونزو سره مخ دی او په دا ډول شرایطو کې باید یوازې پرې نهښودل شي.

د ماینپاکۍ د موسسو استازي نثار احمد عمرزي د ماینپاکۍ نړیوالې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې وویل؛ افغانستان لا هم د ماینونو او ناچاودو له ناورین سره لاس او ګرېوان دی، او موږ دا ورځ په داسې حال کې نمانځو چې دا ناورین لا هم زموږ له خلکو قرباني اخلي، چې ډېری قربانیان یې ماشومان دي.
نوموړي څرګنده کړه، د ماینپاکۍ پروګرام هڅه کوي ترڅو د مرسته کوونکو هېوادونو له ملاتړ څخه په ګټې اخېستنې سره دا خطرونه تر ممکنه حده راکم کړي.
ښاغلي عمرزي زیاته کړې؛ که څه هم اوس د ماینونو د پاکولو لپاره ښه زمینه برابره شوې، خو د تېرو کلونو په پرتله د دې پروګرام ملاتړ راکم شوی دی.
د ماینپاکۍ د موسسو استازي له ټولو مرسته کوونکو هېوادونو وغوښتل، چې دا بشردوستانه پروګرام باید د سیاسي مسایلو قرباني نه کړي او د ماینپاکۍ ادارو سره پراخ او هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکړي.

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ مسلکي مرستیال ډاکتر محمد حسن غیاثي وویل؛ د ماینونو او ناچاودو توکو قربانیان، د رواني خدماتو د کمښت له امله، له رواني ستونزو سره مخ دي، چې د همدې موخې لپاره ورته د رواندرملنې ځانګړي پروګرامونه جوړ شوي دي.
نوموړي زیاته کړه؛ دغه وزارت د نړیوالو سازمانونو په مالي ملاتړ، د هېوادوالو د رواني ستونزو د حل لپاره یو مناسبه تګلاره تر لاس لاندې نیولې ده.
ښاغلي غیاثي څرګنده کړه؛ موږ باید د ماین پاکۍ په برخه کې د ملي او نړیوالو بنسټونو په همکارۍ، د ماینونو له خطرونو او رواني پایلو په اړه د عامه پوهاوي جدي پروګرامونه پیل کړو.

کابل کې د ایران د سفارت مرستیال غلام رضا نجار د ماین پاکۍ نړیوالې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې، په ایران کې د ماینونو خطرونو ته په اشارې سره څرګنده کړه، چې ایران او افغانستان دواړه د دې پټ دښمن له امله د زرګونو قربانیانو شاهدان پاتې شوي دي.
غلام رضا نجار زیاته کړه، هیله لرو چې په ګاونډیو هېوادونو او د نړۍ په ټولو سیمو کې سوله ټینګه شي او د نړۍ له ټولو سیمو څخه د دې پټ دښمن د پاکولو بهیر بشپړ شي.
نوموړي همداراز له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو د پاکولو په برخه کې همکاري وکړي.
ښاغلي نجار وویل، تېر کال د ایران یو د ماین پاکۍ ټیم افغانستان ته راغی او اغېزمن پروګرامونه یې شریک کړې او موږ هیلهمند یو چې دا همکاري سږ کال هم دوام ومومي.

د ماین پاکۍ د نړیوالې ورځې د نمانځنې په مراسمو په پای کې د ماینونو او ناچاودو توکو د پوهاوي په اړه یوه تمثیلي ننداره وړاندې شوه، چې د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنو په اړه یې خلکو ته د پوهاوي پیغام ورکړ.
دا تمثیلي ننداره د دې پټ خطر د جدي پایلو خپرول و، تر څو عام خلک، په ځانګړي ډول ماشومان او ځوانان له دغو مرګوني وسایلو څخه ځان وساتي.