ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بلخ کې د ځمکې او میراث پر سر رامنځته شوې شخړې هوارې شوې

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وایي؛ د بلخ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست مسولینو، ځایي قومي مشرانو او علماوو په منځګړیتوب د یاد ولایت په چهارکنت ولسوالۍ کې د ځمکې د ملکيت پینځه کلنې او د دولت‌آباد ولسوالۍ د ميراث درې کلنې شخړې هوارې شوې.

د یادو شخړو له امله ښکېلو خواوو ته د ژور تاوتریخوالي ترڅنګ مالي او جسمي زیانونه اوښتي وو، چې وخت ناوخت به فزیکي شخړې هم رامنځته کېدې.

د یاد وزارت په وینا، د موضوعاتو له دقیقې څېړنې وروسته، په جلاجلا ناستو کې منصفانه پرېکړه وشوه، حق حقدار ته وسپارل شو، او ښکېلې خواوې د پخلاینې له لارې سوله‌ییز ژوند ته راوبلل شوې.

په ورته مهال يادو کورنيو مشرانو د مصلحينو په شوې پريکړه رضايت ښودلی او د اسلامي امارت له مسولينو يې مننه کړې، چې د ولسونو هرې لويې او وړې ستونزې ته رسېدنه کوي.

دوی ژمنه کړې، چې په راتلونکي کې به هيڅ ډول جنجالونه نه جوړوي بلکې د ورورولۍ او خپلولۍ ژوند ته به دوام ورکوي.