د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د برېښنا شرکت عمومي رییس ډاکتر عبدالباري عمر په ملتیا له درې تنو بهر مېشتو افغانانو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې یادو بهر مېشتو افغانانو ویلي؛ په افغانستان کې اړمنو افغانانو ته د مرستو په راټولولو، علمي او په ټولنیزو چارو کې کار کوي.
دوي زیاته کړې؛ چې په بهر کې استوګن افغانان په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي او غربي کمپنۍ هم غواړي، چې په افغانستان کې کار وکړي او له شته فرصتونو ګټه پورته کړي.
دغهراز دغو بهر مېشتو هېوادوالو په افغانستان كې د برېښنا، کانونه، ښاري پراختیا او د ګرځندوی سکتور د ودې په حال کې بللي او په وینا یې، اسلامي امارت دې اروپايي وګړو ته د افغانستان د ویزې اخیستلو پروسه ساده کړي.
د ناستې پر دوام یادو کسان وړاندېز کړی، چې اسلامي امارت دې په هېواد کې د ظرفیت لوړولو په موخه د مسلکي کسانو له تجربو ګټه واخلي.
مولوي عبدالکبیر یادو میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، افغانستان د افغانان شریک کور دی او د اسلامي امارت دروازې د ملت پر مخ پرانیستې دي.
نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي نظام د دښمنې فکر نه لري، هڅې کوي چې افغانستان په پښو ودریږي او ملت ته د ښه ژوند زمینه برابره کړي.
مولوي عبدالکبیر ویلي؛ اسلامي امارت له ولسونو سره په اړیکه کې دی، له حکومت څخه یې د رضایت کچه لوړه شوې ده.
د ناستې په پای کې نوموړي یاد شوي وړاندېزونه مهم بللي او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي امارت د خپلو چارو پر مخ بیولو لپاره د افغانانو مشورو ته لومړیتوب ورکوي.