د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري د کار چارو مرستیال مولوي محمد زاهد احمدزي په شتون کې، په افغانستان کې د کار نړیوال نړیوال سازمان له نوي رییس ټیټي هبیاکاري سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د غوره کار د ترویج، کارموندنې، د فني او حرفوي زده کړو پراختیا، د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د کار بازار د لا ښهوالي په اړه خبرې کړې دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزیر ویلي؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت ژمن دی، ترڅو په هېواد کې د مختلفو لارو چارو څخه په استفادې د بېکارۍ کچه راټیټه، د ځوانانو لپاره په مختلفو برخو کې کاري فرصتونه رامنځته او له هېواد څخه بهر په قانوني توګه د افغان ماهر کاریګرو د لېږد زمینه برابره کړي.
ملا عبدالمنان عمري همدا راز د کار نړیوال سازمان څخه غوښتي، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په همغږۍ، په د هېواد په مختلفو سیمو کې خپلې پروژې پلي کړي.
مولوي محمدزاهد احمدزي هم په خپلو خبرو کې ویلي؛ د افغان کارکوونکو ظرفیت لوړول، د کار اړوند تقنیني اسنادو پلي کول او په دې برخو کې له نړیوالو ادارو سره همغږي زموږ لپاره مهم لومړیتوبونه دي او د دې موخو د ترلاسه کېدو لپاره اړینه ده، چې ټولې خواووې په ځانګړې توګه د کار نړیوال سازمان د دې وزارت سره نږدې همغږي ولري.
په پای کې ټیټي هیبارکاري په مختلفو برخو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له فعالیتونو څخه د خوښۍ سربېره، د دې سازمان د فعالیتونو او پروګرامونو په اړه د معلوماتو شریکولو ترڅنګ ژمنه کړې، چې افغان وګړو ته به د سهولتونو د برابرېدو په موخه له دې وزارت سره به د کار اړوند پروګرامونو او د اړتیا وړ نورو برخو کې خپلې اړیکې لا پراخې کړي.