د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني د کډوالو لپاره د ښارګوټو جوړولو عملیاتي چارو کمېټې مسولینو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې لومړې د کمېټې مشر حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف د ترسره شویو چارو او تر لاس لاندې چارو په تړاو بشپړ معلومات وړاندې کړي او د ځینو نورو چارو د ترسره کېدو په موخه یې د همکارۍ او لارښوونې غوښتنه کړې ده.
د کور او ښار جوړولو وزیر د اجباري راستنېدونکو کډوالو لپاره د ښارګوټو جوړولو په چارو کې پر زیاتې چټکتیا او زمینې برابرولو ټینګار کړی.
شیخ حمدالله نعماني ویلي، په ولایتونو کې د کور او ښار جوړولو ریاستونو له شته ظرفیتونو دې هم ګټه واخیستل شي او په هممهاله توګه دې څو ځایه چارې روانې شي.
همدارنګه په یاده ناسته کې یو شمېر هغه ولایتونه هم په ګوته شوي؛ چې ځمکې یې ځانګړې، د لېږد پروسه یې ترسره شوې، سروې یې ترتیب او پلان یې جوړ شوی او وېش ته چمتو دي.
په ورته مهال عملیاتي کمېټې ژمنه کړې؛ چې چارو ته به نوره چټکتیا هم ورکوي، ټیمونه به استوي او له هرې ممکنه لارې به کار واخلي، ترڅو کډوالو ته اسانتیاوې برابرې شي.
د یادونې وړ ده، چې د کور او ښار جوړولو وزارت ژمن دی، چې په کم وخت او شته امکاناتو ډېرې چارې ترسره کړي او هېوادوالو ته د دایمي مېشتېدو زمینې برابرې کړي.