د مالیې وزارت وايي؛ د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د کندهار ګمرک رییس مولوي سفر محمد سحر د کندهار ولایت سپین بولدک ګمرک ته سفر کړی او هلته یې د راستنېدونکو کډوالو د راستنېدنې بهیر له نږدې څارلی دی.
یاد وزارت زیاته کړې، د سپین بولدک په ګمرک کې له پاکستان څخه په زور د را ایستل شویو هېوادولو له پاره ګڼې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
پخوا به راستنېدونکي کډوال مکلف ول، چې د راتګ پر مهال ګمرکي پارچه واخلي، کومه چې به د دوی د سر ګردانۍ سبب ګرځېدله.
اوس مهال د مسولینو په لارښوونه د یادې پارچې اخیستل لغوه شوي او ترڅنګ یې د راستنېدونکو ګډوالو له پاره په دغه ګمرک کې ځانګړې لاره پرانیستل شوې ده؛ څو ګډونوالو ته د هوسا ستنېدنې زمینه برابره شي.
د یادولو وړ ده، چې تېره ورځ د ګمرکونو لوی رییس هم تورخم ګمرک ته سفر کړی و او هلته یې د راستنېدونکو ګډوالو د راستنېدنې بهیر له نږدې څارلې او د لا اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه یې اړوندو مسولینو ته لازمې سپارښتنې کړې وې.