د سترې محکمې رییس او قاضيالقضات شيخ عبدالحکيم حقاني د يوه پلاوي په ملتيا فراه ولايت ته سفر کړی.
شيخ عبدالحکيم حقاني په دغه سفر کې فراه ولایت د مرافعه او ښاري ابتداییه محاکمو له ریيسانو، د مرافعه او ښاري ابتدایيه محاکمو دېوانونو له ریيسانو او غړو، د یاد ولايت له والي، علماوو شورا او نورو امارتي ادارو له مسولينو سره لیدنه کړې.
په دې ليدنه کې د محاکمو د فعالیتونو، حقوقي او عدلي چارو، د دوسیو د حل او د قضایي بهیر د شفافیت په اړه تفصیلي خبرې کړ دي.
د لیدنې په دوام شيخ عبدالحکيم حقاني اړوندو مسولینو ته د اسلامي عدالت د پیاوړتیا، د بنديانو د دوسیو د تعقیب، د قانون حاکمیت او د محاکمو د ستونزو د حل په موخه اړینې سپارښتنې کړی دي.
په دې غونډه کې د فراه ولايت د نورو امارتي ادارو مسولینو ژمنه کړې، چې له محاکمو سره به خپله هر اړخیزه همکاري کوي.
دغه راز د سترې محکمې د رییس او قاضيالقضات د سفر نورې موخې د محاکمو د چارو ارزونه، څارنه او د محاکمو او نورو امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ لا پیاوړتیا وه.
د یادونې وړ ده، چې په يادو ولايتي سفرونو کې د سترې محکمې نظامي مرستيال شيخ خيرجان خیرخواه، د سترې محکمې د دارالانشا عمومي رییس مفتي عبدالرشید سعيد او د سترې محکمې د پلان او پاليسۍ ریيس مولوي محمد جمعه فیضاني د سترې محکمې د ریيس او قاضي القضات شتون درلود.