ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه؛ د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې ۲۳ فلسطینیان شهیدان شوي

الجزیرې خبري شبکې د روغتیايي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې ۲۳ فلسطینیان شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

په غزه تړانګه کې لا هم د اسرائیلي یرغلګرو مرګوني بریدونه دوام لري.

هم‌مهاله د ملګرو ملتونو یوې ادارې خبرداری ورکړی، چې په غزه کې ښايي اوس بشري وضعیت د تېرو ۱۸ میاشتو راهیسې تر ټولو ناوړه حالت ته رسېدلی وي.

اسرائیلي یرغلګرو د اوربند د لومړي پړاو له پای ته رسېدو وروسته یو ځل بیا پر غزه مرګوني بریدونه پیل کړي او شپږ اونۍ کېږي، چې غزې ته تلونکې بشري مرستې یې بندې کړې دي. دا د جګړې له پیله د بشري مرستو تر ټولو اوږد بندیز ګڼل کېږي.

اسرائیلي یرغلګر د غزې له کلابندي د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي، تر څو حماس اړ کړي، چې د اوربند د لومړي پړاو غځولو ته غاړه کېږدي. د غزې د اوربند لومړی پړاو د مارچ په لومړۍ نېټه پای ته رسېدلی دی.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر میاشتې له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې لږ تر لږه ۵۱ زره فلسطینیان شهیدان او ۱۱۶ زره او ۳۴۳ نور ټپیان شوي دي.

د غزې د دولتي رسنیو مرکز بیا د شهیدانو شمېر له ۶۱ زره او ۷۰۰ ډېر اټکل کړی او ویلي یې دي، داسې انګېرل کېږي چې تر ویجاړیو او خاورو لاندې ورک زرګونه فلسطینیان هم شهیدان دي.