ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د همغږۍ د ګډې کمېټې غونډه جوړېږي

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وایي، چې نن (چهارشنبه، د وري ۲۷مه) کابل کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همغږۍ د ګډې کمیټې غونډه جوړېږي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي، د پاکستاني پلاوي مشري به د یاد هېواد ځانګړی استازی محمدصاق خان او د افغانستان له لوري مشري به د دفاع وزارت مرستیال ښاغلی ملا عبدالقیوم ذاکر کوي.

د نوموړي په وینا؛ په یاده غونډه کې د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د احتمالي منازعاتو د هواري او د دواړو لوریو ولسونو ته د اسانتیاوو په رامنځته کېدو خبرې کیږي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان په دې غونډه کې د ګډون په موخه نن سهار کابل ته را رسېدلی دی.