ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اوزبیکستان ته د کرنې وزیر سفر؛ د اوبولګولو د میکانیزه کولو په برخه کې یې د همکاریو د پیاوړتیا هوکړه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د اوزبیکستان پلازمېنې تاشکند ښار ته تللی او هلته یې د اوبو د تنظیم او اوبولګولو له یوه تخصصي ښوونځي او انستیتوت څخه لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د اوزبیکستان د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال هم د افغانستان د کرنې له وزیر سره مل و.

د دواړو هېوادونو پلاوو د یاد روزنیز مرکز له بېلابېلو برخو څخه لیدنه کړې او د اوبو د سپما او د اوبولګولو د میکانیزه کولو په برخه کې یې د همکاریو د پیاوړتیا هوکړه کړې.

یاد ښوونځی چې د اوزبیکستان د اوبو او انرژۍ وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي، زده‌کوونکو ته د تحقیق او ترویج په فارمونو کې نظري او عملي زده‌کړې ورکوي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د کرنې وزارت هم پر ورته طرحه کار کړی، چې کانسپ یې بشپړه شوې او د پلي کېدو لپاره یې د اوزبیکستان د همکاریو غوښتنه کړې.

د اوزبیکستان مسولینو په دې برخه کې د لازمو همکاریو ډاډ ورکړی.

همداراز، د کرنې وزیر او ورسره پلاوي د باراني اوبو د زېرمه کولو لپاره له جوړ شوي یوه چکدم څخه هم لیدنه کړې.