د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د قصاص شرعي حد د تطبیق اړوند د یوناما څرګندونې غیرې مسولانه او له اسلامي احکامو څخه پر ناخبرۍ ولاړ عمل ګڼلی دی.
په دې اعلامیه کې ویل شوي: “د افغانستان اسلامي امارت د محاکمو له قضايي پروسې سره سم، چې په ترتیب سره د حقوقي قضیو په اړه د ثلاثه محاکمو (ابتدائيه، مرافعه او تمیز) له هر اړخیزو څېړنو وروسته حکم نهایي کیږي او همداراز تورن ته له ابتدا څخه د دفاع حق هم ورکول کیږي او بیا فیصله اورول کېږي.”
بهرنیو چارو وزارت د دې دقیقې قضايي پروسې له طی کېدلو وروسته په بادغيس، نيمروز او فراه ولايتونو کې د قصاص د حکم د تطبيق په اړه د يوناما وروستۍ څرګندونې، چې قصاص پکې د ژوند د حق مخالف بلل شوی او د دغه الهي حکم د تعليق او لغو کولو غوښتنه يې کړې، غيرې مسولانه او له اسلامي احکامو څخه پر ناخبرۍ ولاړ عمل بللی دی.

یاد وزارت ویلي: “ټولو ته بايد واضحه وي، څرنګه چې د شرعي حدودو او له جملې یې د قصاص د حد تطبيق د اسلامي شريعت يو غيرې قابل انکار برخه او په شرعي نصوصو کې «ژوند» ياد شوی او عملي انساني تجربو يې هم د عدالت او ټولنيز نظم د تامين په برخه کې موثريت ثابت کړی. د افغانستان اسلامي امارت چي یو اسلامي نظام دی، د قصاص د حکم تطبيق خپل مکلفيت بولي.”
بهرنیو چارو وزارت په یاده خپره شوې اعلامیه کې ټینګار کړی، چې د اسلامي شريعت پر احکامو د نقد جسارت يو غيرې مسولانه، د يوناما د ماموريت خلاف او د نه زغم عمل دی، چې په راتلونکي کې باید په جدي ډول ځان ترې وساتي.